د پي ټي آئي د وكيل دليلونه وزن نه لري٬ پانامه كېس د جمهوريت او د ادارو د استحكام په پلو روان دے۔ دانيال عزيز

د پي ټي آئي د وكيل دليلونه وزن نه لري٬ پانامه كېس د جمهوريت او د ادارو د استحكام په پلو روان دے۔ دانيال عزيز

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود دانیال عزیز وئيلي دي چې پانامه كېس د جمهوريت او د ادارو د استحكام په پلو روان دے۔ د ګل په ورځ د سترې محمكې په وړاندې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د عمران خان تورونه ناسم ثابت شوي دي۔ ده ووئيل نن په عدالت كښې دا رامخې ته شوې چې عمران خان چې كوم خوا ځي ناكامۍ سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د وكيل نعیم بخاري په دليلونو كښې وزن نه ٶ٬ قاضي چې ترې كومه پوښتنه كړې٬ ځواب ورسره نه ٶ۔ ده ووئيل پانامه پېپرز كېس پاكستان لپاره زېرې دے٬ پانامه كېس د جمهوريت او د ادارو د استحكام په پلو روان دے ٬ مونږ اميد لرو چې كاميابي به بيامومو۔(م ع/ م ع/ ګ ل 1742)