کوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د بلوچستان د كورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي او د بلوچستان حكومت وياند انوارالحق کاکړ وئيلي دي بلوچستان او پاکستان د يو بل لپاره لازم او ملزوم دي، استاذان او خواري كښ وژونكي او په قامي تنصيباتو بريد كوٶنكي د پرمختګ لارې مخنيوي غواړي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د لغوه تنظيم پخواني غړي بلخ شېر بادينې په قامي چوكاټ كښې د شاملېدو په موقع كوئټه كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔
ده ووئيل د ټوپك په زور به چا له خپله نظريه په بل چا د تپولو اجازه ورنكړو ٬ فرنټيئر كور٬ پوليس او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو د خوارۍ په سوب بلوچستان د امن په لار روان دے۔ په دې موقع د اېف سي برېګېډئير خالد بېګ ٬ د كوئټې دوهم كشمنر عبدالواحد کاکړ او نور چارواكي موجود وو۔ده ووئيل د بلخ شېر بادېني په وسله غورزولو د بلوچستان اېف سي اهلكار د مباركۍ حق لري۔ده ووئيل د بلخ شېر بادېني بېرته ستنېدل خوشيبنه دي۔ده ووئيل بلخ شېر بادېني بهر ناست بې نومه بلوچ ترهه ګرو له د رول ماډول چېثيت لري۔ده ووئيل اېف سي بلوچستان د ترهه ګرو په ضد جنګ كښې مهم كردار لري۔ده ووئيل د بلخ شېر نور ملګري هم په تماس كښې دي٬ بلخ شېر او د ھغه كورنۍ له به اېف سي امنيت وركوي۔(م ع/ض ض/ګ ل/1742)