مونږ په سمه لار روان يو او كاميابۍ يقينې ده٬

د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ څخه بشپړه استفادې له د نوي كول كردار ډېر مهم دے۔ نوې امكاناتو څخه استفادې له بائد طالبعلمان ځان په زړه پورې ډول چمتو وساتي د اولس مشر ممنون حسېن د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون كراچۍ طالبعلمانو سره خبرې

مونږ په سمه لار روان يو او كاميابۍ يقينې ده٬
د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ څخه بشپړه استفادې له د نوي كول كردار ډېر مهم دے۔ نوې امكاناتو څخه استفادې له بائد طالبعلمان ځان په زړه پورې ډول چمتو وساتي د اولس مشر ممنون حسېن د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون كراچۍ طالبعلمانو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاكستان او چين اقتصادي راهدارۍ څخه بشپړې استفادې له د نوي كول كردار ډېر مهم دے۔ نوې امكاناتو څخه استفادې له بائد طالبعلمان ځان په زړه پورې ډول چمتو وساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د ګل په ورځ د سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون كراچۍ طالبعلمانو سره د ملاقات په مهال وكړه۔

ملاقات كښې د تعليم او پروفېشنل ټرېننګ دوهم وزير بلیغ الرحمن او د وائس چانسلر ډاكټر محمد علی شېخ په شمول نور چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل سندھ مدرسة الاسلام پوهنتون ته د قائداعظم محمد علي جناح سره د نسبت په سوب يو ځانګړې مقام ترلاسه دے۔ ده ووئيل پوهنتون بايد د معياري تعليم ودې له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر د ادارې لخوا په پېل كړې شوي نېشنل لیډر شپ پروګرام خوشحالي ښكاره كړه ٬ده ووئيل سباؤن كښې به دې پروګرام څخه نوې كول ډېره استفاده وكړي او دوئي ته به د خپلو صلاحيتونو رامخې ته كولو لپاره مرسته ترلاسه شي۔

اولس مشر په زلمو زور راوړو چې هېواد څخه د بډو ختمولو لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ووئيل پخوانو څو دورونو كښې د بډو اخستو ، بدانتظامۍ او نااهلۍ په سوب هېواد معاشي مسئلو سره مخ شوې ولې اوس مونږ په سمه لاره روان يو او د كاميابۍ منزل څرګند دے ولې ضروري دا ده چې مونږ ذاتي ګټې ته ونه ګورو او د هېواد پرمختګ له خواري وكړو۔ اولس مشر ووئيل سی پېک منصوبه منطقه كښې د ګېم چېنجر حېثيت لري او دې څخه ګټه پورته كولو له دې ټول قام او په خاص توګه زلمي ځان چمتو وساتي۔

اولس مشر ووئيل زلمي دې د قامي يووالي او د هېواد په ضد عناصرو له ماتې وركولو په لړ كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ اولس مشر په طالب علمانو زور راوړو چې اعلی تعليم ضرور ترلاسه كرئ او كه په دې لړ كښې د سمندر پورې تلل هم وي نو لاړ شئ خو چې خپل دستور او كلتور بايد هېر نه كړئ ولې چې نړۍ كښې هغه قامونه كامياب دي چا چې خپل كلتور او دستور برقرار ساتلې دے (وا/ض ض/ګ ل/1742)