د پېښور په كارخانو ماركيټ كښې بم شنډ كړے شو

د پېښور په كارخانو ماركيټ كښې بم شنډ كړے شو

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د پېښور په كارخانو ماركيټ كښې د ګل په ورځ د بم ډسپوزل سكواډ يونټ يو بم شنډ كړو۔ د اېس اېس پي آپرېشنز سجاد خان له مخې پوليسو ته اطلاع وركړې شوه چې په كارخانو ماركيټ كښې د نامعلومو ورانكارو لخوا په يوه رېړه كښې بم په ځائ كړے شوے۔ په اطلاع د بم ډسپوزل سكواډ يونټ ورسېدو او بم ئې شنډ كړو۔ د اېس اېس پي آپرېشنز له مخې بم د 10 نه تر 15 كلوګرامه وزني او ريموټ كنټرول و۔ ﴿م ع/ م ع1358﴾