د روغتيا څانګې ته حكومت پام لرنه كوي ٬ هېواد كښې د غريبو او رنځورانو بهترۍ لپاره ګامونه پورته كولې شي۔

د وزيراعظم محمد نواز شريف د كنګ حمد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ اېسوسي اېټډ مېډيكل سائنسز د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته وېنا

د روغتيا څانګې ته حكومت پام لرنه كوي ٬ هېواد كښې د غريبو او رنځورانو بهترۍ لپاره ګامونه پورته كولې شي۔ 
د وزيراعظم محمد نواز شريف د كنګ حمد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ اېسوسي اېټډ مېډيكل سائنسز د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلې دي حكومت د روغتيا څانګې ته پام لرنه كوي ٬په هېواد كښې د غريبو او مريضانو بهترۍ لپاره ګامونه پورته كولې شي۔هغه د جمعې پھ ورځ د كنګ حمد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ اېسوسي اېټډ مېډيكل سائنسز د بنياد تېګې اېښودو دستورې ته وېنا كوله۔د بحرين شاه ورور او د بحرين كمانډر آف نېشنل ګارډ لېفټيننټ جنرل شېخ حمد بن عيسٰی بن سلمان هم دستوره كښې موجود وو۔

وزيراعظم ووئېل د كنګ حمد يونيورسټي آف نرسنګ اينډ اېسوسي اېټډ مېډيكل سائنسز بحرين لخوا دا ډالۍ ده او د دې الحاق رائل كالج آف سرجنز آئرلينډ څخه به وي۔وزيراعظم ووئيل هېواد كښې د تربيه لرونكو نرسنګ اينډ ټريننګ سټاف د كمې لرې كولو لپاره د بحرين دا منصوبه د روغتيا څانګې ضرورت تر سره كولو له مرستياله وګرځي ۔ده ووئيل د نرسنګ كيئر څانګې ته پخوا په پام نه كولو مسئلې رامخې ته شوي٬ځكه په دې لړ كښې د سنجيده هڅو ضرورت دے۔

وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل د نرسنګ پېشې معيار به لا ښه شي او دا به پھ نړيوال معيار پوره وخيژي۔ده دا منصوبه د دواړو هېوادونو ترمينځه د مضبوطې ملګرتيا علامت ګرځولو سره د بحرين شاه حمد بن عيسٰی الخليفه مننه وكړه۔وزيراعظم د نرسنګ پوهنتون په جوړولو د پاكستان او بحرين مرسته په زړه پورې وګرحوله او ووئېل يې چې حكومت د روغتيا څانګې پرمختګ له لوظي دېے ٬ ده ووئېل 2015 كښې پیل شوې د قامي روغتيا پروګرام له مخې ګرد هېواد كښې 50 نوې روغتونونه جوړولې شي۔

د دې پروګرام څخه به 10 كروړه كسان ګټه ترلاسه كولې شي ۔وزيراعظم د پوليو مخ نيوي كمپائن پشمول د مور او بچي لپاره د وړيا طبي آسانيو وركولو هم ذكر وكړو۔پھ دې موقع د هېلت سروسز دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ پھ خپل خطاب كښې ووئيل دا سټېټ آف دي آرټ پوهنتون به پاكستان كښې د نرسنګ څانګې معيار لا زيات كړی۔دې ووئيل په 237 كنال زمكه جوړیدونكې نرسنګ پوهنتون به د 2 زره زده كوونكو ضروريات تر سره كوي او په دې كښې به په يو كال كښې 500 زده كوونكي داخلېدې شي او يو زر زده كوونكو له د استوګنې آسانۍ هم به وركولې شي ٬دوهمې وزيرې ووئيل د دې پوهنتون څخه فارغ كېدونكو زده كوونكو ته به په ځاي او نړيوال ماركيټ كښې امتيازي حېثيت ترلاسه وي۔

د دې څخه وړاندې وزيراعظم محمد نواز شريف د لېفټيننټ جنرل شېخ حمد بن عيسٰی بن سلمان سره د كنګ حمد نرسنګ يونيورسټي اينډ اېسوسي اېټډ مېډيكل سائنسز پرانسته وكړه۔ بحرين كښې د پاكستان سفير جاوېد ملك وزيراعظم ته د پروژې په اړه بريفنګ وركړو۔)م ع/ض ض/وس/1825)