د شمالي وزيرستان د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو دريم پړاؤ روان دے٬ 70 زره كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ عزيز داور

د شمالي وزيرستان د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو دريم پړاؤ روان دے٬ 70 زره كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ عزيز داور

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) د شمالي وزيرستان د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو دريم پړاؤ روان دے او تر اوسه 70 زره كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ بېرته تلونكو ته د 6 مياشتو وړيا راشن او نغدې پېسې هم وركولې شي۔ د شمالي وزيرستان د بې كوره شويو كسانو كوآرډينېټر عزيز داوړ د جمعې په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې د شمالي وزيرستان د بې كوره شويو كسانو د ستنېدو دريم پړاؤ روان دے او تر اوسه 70 زره كورنۍ خپلو سيمو ته رسېدلې دي۔ بېرته تلونكو ته 10 زره روپې كرائې لپاره وركولې شي٬ دغسې 25 زره روپې د زونګ سم د لارې وركولې شي۔ ده ووئيل چې بېرته تلونكو ته د 6 مياشتو وړيا راشن او كمبلې هم وركولې شي۔ ﴿م ع/ م ع 1314﴾