د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د تجارت حجم 2 اربه 28 کروړه ډالره ته ورسېد۔ خرم دستګیر

د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د تجارت حجم 2 اربه 28 کروړه ډالره ته ورسېد۔ خرم دستګیر

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د تجارت وفاقي وزير انجینئر خرم دستګیر وئيلي دي د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د تجارت حجم 2 اربه 28 کروړه ډالره ته رسېدلې دې ٬ پاكستان او افغانستان تجارانو ته يو كال لپاره د ملټي پل ويزې وركول پېل كړي ٬د تجارت ودې له په طورخم٬ چين او واهګه پوله لېنډ پورټس جوړولې شي ۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورې راحيله مګسي او نعمان وزير د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د تجارت حجم 2 اربه 28 کروړه ډالره ته رسېدلې٬ په 15-2014 كښې پاكستان افغانستان ته د يو ارب 96 کروړه 20 لکھ ډالرو څيزونه برآمد كړې دغسې د 31 كروړه 30 لكه ډالرو څيزونه درآمد كړې شوې۔

ده ووئيل پاكستان او افغانستان تجارانو ته يو كال لپاره د ملټي پل ويزې وركول پېل كړې۔ده ووئيل افغانستان سره د تجارت ودې له ګامونه پورته كولې شي او دې مقصد لپاره دواړو هېوادونه تجارتي لارې ته كوآرډينېشن اتهارټۍ په اے پي ټي ټي اے كښې ضروري بدلون ته سلا شوي دي۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/2053)