د درې كلنه تجارتي پاليسۍ تر مخه لرې پرتو سيمو كښې به صنعتونو لګولو له هر ډول مرسته كولې شي۔ د خرم دستګير سېنېټ ته ځواب

د درې كلنه تجارتي پاليسۍ تر مخه لرې پرتو سيمو كښې به صنعتونو لګولو له هر ډول مرسته كولې شي۔ د خرم دستګير سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګیر وئيلي دي د اتلسم بدلون نه پس د معدنياتو او قدرتي وسيلو د پرمختګ څانګې صوبو ته منتقل كړې شوې دي ٬ وفاقي حكومت به برآمدات زياتولو له د سهولت كار كردار ترسره كوي٬ د درې كلنه تجارتي پاليسۍ له مخې لرې پرتو سيمو كښې صنعتونه لګولو له به هر ډول مرسته كولې شي۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو احمد حسن' جهانزېب جمالدېني او الیاس احمد بلور د پوښتنو په ځواب كښې ده ايوان ته ووئيل د اتلسم بدلون نه پس د معدنياتو او قدرتي وسيلو د پرمختګ څانګې صوبو ته منتقل كړې شوې ٬ وفاقي حكومت به برآمدات زياتولو له د سهولت كار كردار ترسره كوي٬ ده ووئېل د درې كلنه تجارتي پاليسۍ له مخې لرې پرتو سيمو كښې صنعتونه لګولو له به هر ډول مرسته كولې شي او په دې لړ كښې كمپنيو ته مراعات وركولو له ډاډګيرنه پكار ده۔

ده ووئيل د مراعاتو وركولو سپېځلېي كولو له ټول عمل مركزي بانك ته سپارلې شوې۔د بانك د منظورۍ نه پس به مراعات په آسانۍ سره ترلاسه كېږي ۔ده ووئيل فاټا او نورو سيمو كښې كاروباري هلو ځلو او د معدنياتو پرمختګ له ټول مراعات وركولې شي او د اېكسپورټ ډوېلپمنټ فنډز څخه به هم مرسته كولې شي۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/2053)