پمز كښې د ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 5 په 154 چوكو بهرتۍ له انټرويوز او ټېسټ تر سرهشوي ۔ طارق فضل چوهدري

پمز كښې د ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 5 په 154 چوكو بهرتۍ له انټرويوز او ټېسټ تر سرهشوي ۔ طارق فضل چوهدري

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د كېډ دوهم وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي پمز كښې د ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 5 په 154 چوكو بهرتۍ له انټرويوز او ټېسټ تر سره شوې دي٬ مېرټ لسټ ته حتمي شكل وركولې شي ٬ ډېر زر به د بهرتۍ عمل ترسره شي ۔د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په موقع د سناتورانو اعظم سواتی' ډاکټر جهانزېب جمالدینی او سردار اعظم خان موسیٰ خېل د پوښتنو په ځواب كښې د كېډ دوهم وزير ووئيل پمز كښې د ګرېډ 1 نه تر ګرېډ 5 په 154 چوكو بهرتۍ له انټرويوز او ټېسټ شوې دي٬ مېرټ لسټ ته حتمي شكل وركولې شي ٬ ډېر زر به د بهرتۍ عمل ترسره شي او ډېر زر به خطونه ولېږلې شي ۔

ده ووئيل د بهرتۍ پاليسۍ له مخې د ګرېډ 6 او بره ګرېډ لپاره به اېن ټي اېس ټېسټ نه پس بهرتي كولې شي ۔ ده ووئيل د قواعدو له مخې د بلوچستان' فاټا' خېبر پښتونخوا او ګلګت بلتستان په كوټه به عمل كولې شي ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2053)