پاکستاني سکالر امجد خان له د آکسفورډ یونیورسټۍ لخوا په نامياتي كېميا د ډاكټرېټ سند وركړے شو

پاکستاني سکالر امجد خان له د آکسفورډ یونیورسټۍ لخوا په نامياتي كېميا د ډاكټرېټ سند وركړے شو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د خېبر پښتونخوا د چارسدې ضلعې مټه مغل خېل كلي سره تعلق لرونكي پاکستاني سکالر امجد خان له د آکسفورډ یونیورسټۍ لخوا په نامياتي كېميا د ډاكټرېټ سند وركړے شوے دے ۔ امجد خان د یونیورسټي آف آکسفورډ څخه اېم اېس سي (تحقیق) او بيا په نامياتي كېميا كښې د ډاكټر آف فلاسفي سند ترلاسه كړې۔امجد خان د پي اېچ ډي زده كړې په موقعه په آكسفورډ پوهنتون كښې د پاكستانۍ سوسائټۍ د ون يونټس كوآرډينېټر او د سېكتر په حېث هم كار كړولو۔

امجد خان ووئيل د سختې خوارۍ نه پس ما ته آكسفورډ پوهنتون په نامياتي كېميا كښې د پي اېچ ډي ډګري راكړې۔ د سباٶن منصوبو په لړ كښې د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل تعليمي پاليسيو له د حكومت سره په ګډه كار كول غواړم ۔ده په دې خبره افسوس ښكاره كړو چې پاکستان كښې تعلیم يو كاروبار ګرځېدلې او تحقيق او پرمختګ پلو پام لرنه نه كېږي۔ده ووئيل د هېپاټائټس او كېنسر رنځ درملنې له پاكستان كښې په ګرانه نړيوال داروګان لټولې شوې۔د يو قامي ادارې جوړولو لوړ مقصد رامخې ته كولو په اړه امجد خان ووئيل زه پاكستان كښې د ھغه ماشومانو زده كړې له سرمايه كاري كول غواړم كوم چې د سكول په ځائ خپلې كورنۍ له د آمدن ذريعې په توګه كار كوي يا په خېر غوښتلو مجبور دي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2053)