چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد د چائنه ورلډ پيس فاؤنډېشن چيئرمېن لي ري هوم سره ملاقات ٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد د چائنه ورلډ پيس فاؤنډېشن چيئرمېن لي ري هوم سره ملاقات ٬د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) چين كښې د پاكستان سفير مسعود خان د زيارت پھ ورځ بيجنګ كښې د چائنه ورلډ پيس فاؤنډېشن چيئرمېن لي ري هوم سره ملاقات وكړو۔ملاقات څخه وروستو ده د چائنه ورلډ پيس فاؤنډېشن دوره وكړه او پيس ګارډن بيجنګ كښې يې يو بوټې نال كړو۔بيجنګ كښې د پاكستاني سفارت ترمخه د ملاقات په مهال مسعود خالد او چيئرمېن لي ري هوم د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه ستراتېژېكي شريكوالي په شريك باور او ځانګرې ملګرتيا اډانه ده۔مسعود خالد ووئيل پاك چين ملګرتيا د سيمې نورو هېوادونو لپاره يو مثال دے۔ده ووئيل چين پاكستان اقتصادي كورېډور منصوبې د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا ته لا وده وركړی۔پاكستاني سفير د چائنه ورلډ پيس فاؤنډېشن عجائب ګهر دوره هم وكړه او د دغې ښكلا يې وستائېله۔)وا/ض ض/وس/2133)