فېډرل بورډ آف ریونیو ټېكس د كال 2015 آډټ په لړ كښې د قرعه اندازې د لارې د 93 زره 277 كېسونو ټاكنه وكړه٬ قرعه اندازې كښې د خزانې وزير خاص مېلمه ٶ

فېډرل بورډ آف ریونیو ټېكس د كال 2015  آډټ په لړ كښې د قرعه اندازې د لارې د 93 زره 277 كېسونو ټاكنه وكړه٬ قرعه اندازې كښې د خزانې وزير خاص مېلمه ٶ

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) فېډرل بورډ آف ریونیو ټېكس د كال 2015 آډټ په لړ كښې د پېرا مېټرك كمپيوټر قرعه اندازې د لارې د 93 زره 277 كېسونو ټاكنه د زيارت په ورځ اېف بي آر كښې كړې ده ٬ قرعه اندازې كښې د خزانې وزير سناتور اسحق ډار خاص مېلمه ٶه۔د قرعه اندازې په دستوره كښې د وزیراعظم رېونيو لپاره خاص مرستيال هارون اختر، د صنعت او تحارت پاكستان ٬ د اسلام آباد وېمنچېمبر آف كامرست اېنډ انډسټري نمائندګانو او د اېف بي آر چارواكو ګډون وكړٶ۔

قرعه اندازي د آډټ پاليسې 2016 له مخئ شوې چي پكښې د ټېكس كال 2015 او د ټېكس پريډ د جولائي وړومبنۍ نېټې كال 2014 نه تر 30 جون كال 2015 مودې له د انكم ټېكس ٬ سېلز ټېكس او فېډرل اېكسائز ډيوټۍ پحقله د ټېكس آډټ د 93 زره 277 كېسونو ټاكنه شوې ده ۔ په دې كښې د انكم ټېكس (كارپورېټ) 2173٬ د انكم ټېكس (نان كارپورېټ) 82090 ٬ د سېلز ټېكس (نان كارپورېټ) 7976 ٬ د فېډرل اېكسائز ډيوټۍ (نان كارپورېټ) 21 ٬ د فېډرل اېكسائز ډيوټۍ (كارپورېټ) 30 كېسونه شامل دي۔

آډټ له د ټاكلې شوو كېسونو نېشنل ټېكس لمبرې د اېف بي آر په وېب پاڼه جاري كړې شوې۔ د قرعه اندازۍ نه پس خبرو كښې سناتور اسحاق ډار د حكومت اقتصادي او د ټېكس پاليسۍ رامخې ته كړې ۔ په دې موقع د وزیراعظم مرستيال هارون اختر هېواد كښې د ټېكس آډټ په اهميت زور رواړلو سره باور وركړو چې د ټېكس آډټ به په پېشه وره او سپېځلي ډول كولې شي ۔ د فېډرل بورډ آف رېونيو چيئرمېن نثار محمد خان ووئيل د آډټ كېسونو د ټاكنې نظام بدل كړې شوې۔

ده ووئيل په مجموعي توګه د ټېكس ګوشوارو كښې د كال 2015 آډټ لپاره د 7.5 فيصده كېسون انتخاب شوے ۔ دې څخه وړاندې د خزانې وزیر اسحاق ډار د کمپیوټر بټن پرېس كولو سره د انكم ټېكس (كارپورېټ) آډټ له قرعه اندازي وكړه ۔ هارون اختر خان، د اېف پي سي سي آئي نائب صدر میا شوکت مسعود، د پاکستان ټېکس اېډوائزرز اېسوسي اېشن صدر عبدالغفار، د پاکستان ټېکس بار اېسوسي ایشن صدر محسن ندیم، د اسلام آباد وېمن چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري استازې ثمینه فاضل د بېلا بېلو كېټګري د ټېكس آډټ لپاره قرعه اندازي وكړه۔)وا/ض ض/ګ ل/2133)