د وزیر اعظم خاص مرستيال انجینئر امیر مقام او د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر ډاکټر احمد یوسف الدريوېش ملاقات

د وزیر اعظم خاص مرستيال انجینئر امیر مقام او د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر ډاکټر احمد یوسف الدريوېش ملاقات

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د وزیر اعظم خاص مرستيال انجینئر امیر مقام او د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر ډاکټر احمد یوسف الدريوېش ترمېنځه ملاقات د زيارت په ورځ د پوهنتون په ذيلي كمېپس كښې شوې دې ۔د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو او تعليمي څانګه كښې د مرستې په وده خبرې شوې۔ په دې موقع انجينئر امير مقام د اسلامي پوهنتون كردار ستائلو سره ووئيل پوهنتون كښې د خېبر پښتنونخوا زده كوٶنكي هم زده كړه كوي۔

په دې موقع د پوهنتون صدر ډاکټر احمد یوسف الدريوېش تعليمي منصوبو له د هر ډول ممكنه مرستې باور وركولو سره ووئيل د خېبر پښتونخوا زيركو زده كوٶنكو له به پوهنتون سكالرشپس وركوي۔ په دې موقع د پوهنتون صدر انجینئر امیر مقام ته يادګاري شيلډ او مطبوعات هم وركړه ۔د ملاقات په مهال د پوهنتون استاذان ډاکټر محمد طاهر خليلي، خالد محمود راجه او د پوهنتون د صدر سلاحكار ډاکټر عزیز الرحمان هم موجود وو۔)وا/ض ض/ګ ل/2133)