سرتاج عزیزد ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر له په ذمه وارو ترلاسه كولو مباركي وركړه

سرتاج عزیزد ملګرو ملتونو نوي عمومي سېكتر له په ذمه وارو ترلاسه كولو مباركي وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزیز د ملګرو ملتونو نوي عموي سېكتر انتونیو ګوټرز ته په ذمه وارو ترلاسه كولو مباركي وركړې ٬ده باور وركړې چې پاكستان به په راتلونكو كلونو كښې د ملګرو ملتونو مستحكمولو ملاتړ روان ساتي ۔د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه صلاحكار د مباركۍ خپلې چيټۍ كښې د پاکستان د غیر متزلزل عزم ٬د بشپړه ملاتړ او نړيوال امن او استحكام ٬ پرمختګ ٬ موسمياتي بدلون او د بشري حقونو پشمول ټولو څانګو كښې د ملګرو ملتونو مقاصد مخ په وړاندې بوتللو زور رواړې۔

سرتاج عزیز ووئيل د سيمه ايزې مرستې او د شخړو په سوله ايز ډول هواري سره منطقې ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي كېدې شي ۔ ده ووئيل پاکستان افغانستان كښې امن او استحکام له عزم لري ، پاکستان هند سره د كشمير مسئلې پشمول ټولې چارې هوارول غواړي۔ خارجه صلاحكار خپله چيټۍ كښې وئيلي دي د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د كشمير كشاله هوارول د ملګرو ملتونو ذمه واري ده ۔)وا/ض ض/ګ ل/2133)