کشمیريان د وطن آزادولو عزم لري ۔د آزاد كشمير اولس مشر

کشمیريان د وطن آزادولو عزم لري ۔د آزاد كشمير اولس مشر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د آزاد کشمیر اولس مشر مسعود خان وئيلي دې کشمیري اولس د وطن آزادولو عزم لري٬ خپلواكي د کشمیریانو په ډي اېن اے كښې شامله ده۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كشمير پحقله نړيوال سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړې ۔ ده ووئيل مونږ په هندي مقبوضه كشمير كښې د خپلو مشرانو بهادرۍ او جرات ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ده ووئيل مقبوضه سيمه كښې په زر ګونو كشميريانو زلمو د هندي ظلم باوجود د آزادۍ علم هسك كړې ۔ده ووئيل د كشمير په كشاله به مونږ ټولو له په انفرادي توګه هم خپلې ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ مسعود خان زياته كړه چې کشمیري اولس د وطن آزادولو عزم كړې ولې چې آزادي د كشميريانو په وينه كښې شامله ده۔ (م ع/ض ض/ګ ل/1921)