د کشمیر كشالې هواري نه غېر منطقه كښې امن ممكن نه دے٬ هند په مقبوضه كشمير كښې ظلمونه كوي٬

په كشمير كښې روانه غېر قانوني آباد كاري د نړيوال قوانين او د بشري حقونو سخته خلاف ورزي ده٬ مونږ مقبوضه كشمير څخه په كنفرنس كښې د ګډون كوٶنكو ايسارولو غندنه كوٶ٬ د هند لخوا پاكستان كښې د لاس وهنې ډوزئير به زر جمع كړې شي٬ د ينګ پارليمنټريرينز په كشمير سېمينار كښې خوښي لرل د ستائنې وړ ده۔ د خارجه دفتر وياند نفیس زکریا نړيوال سېمينار او ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د خارجه دفتر وياند نفیس زکریا وئيلي دي د کشمیر كشالې هواري نه غېر منطقه كښې امن ممكن نه دے٬ هند په مقبوضه كشمير كښې ظلمونه كوي٬ په كشمير كښې روانه غېر قانوني آباد كاري د نړيوال قوانين او د بشري حقونو سخته خلاف ورزي ده٬ مونږ مقبوضه كشمير څخه په كنفرنس كښې د كشميري لارښود د ګډون څخه د ايسارولو غندنه كوٶ٬ د هند لخوا پاكستان كښې د لاس وهنې ډوزئير به زر جمع كړې شي٬ د ينګ پارليمنټريرينز په كشمير سېمينار كښې خوښي لرل د ستائنې وړ ده ۔

خارجه وياند دا خبرې د زيارت په ورځ د كشمير پحقله نړيوال سېمينار او ميډيا سره په خبرو كښې وكړې ۔ وياند ووئيل مقبوضه كشمير كښې قتل عام د كشميريانو نسل كشي او د هندوانو ډومېسائل جوړېدل د ملګرو ملتونو د قراردادونه خلاف ورزي ده ۔ نفیس زکریا ووئيل پاکستان په مستقله توګه د كشمير كشاله په نړيوالو فورمونو پورته كوي٬ د ملګرو ملتونو نوې عمومي سېكتر خپلې ذمه وارۍ پغاړه اخستې دي او ھغه سره به هم د كشمير معامله پورته كوٶ او د هند لخوا پاكستان كښې د لاس وهنې ډوزئير به زر جمع كولې شي۔

ده ووئيل د برهان واني د شهادت نه پس تر پنځو مياشتو مقبوضه كشمير كښې بلېك آٶټ و٬ه د تېرو شپږ مياشتو راهسې مقبوضه كشمير كښې د ازادۍ تحريك بام ته رسېدلې ۔ده ووئېل د هند د بلېك آٶټ په سوب د مقبوضه كشمير سم وضعه نړۍ ته نه ده ښودلې شوې ۔ وياند د هندي ظلمونو ذكر كولو سره ووئيل په مقبوضه كشمېر كښې نسل كشي كېږي ٬ ماشومان وژل كېږي او ھغوي د بينائۍ څخه محرومولې شي۔

ده ووئيل د كنفرنس مقصد د كشميريانو غږ نړۍ ته رسول دي ۔ مقبوضه وادۍ څخه كنفرنس كښې ګډون لپاره پاكستان ته راتلونكي مشران ايسار كړې شوې او سامان ترې نه هم اخستې شوې ٬ ده ووئېل مونږ مقبوضه كشمير څخه په كنفرنس كښې د ګډون كوٶنكو مد ايسارولو غندنه كوٶ ۔ وياند ووئېل د لس زره نه زيات كشمريان د هند په زندانونو كښې پراته دي او دغسې د 7 زره نه زيات كشميريان د پېلټ ګنز ښكار شوې ۔د خارجه دفتر وياند نفيس زكريا ووئيل په مقبوضه سيمه كښې دومره ظلمونه كېږي چې هره مياشت پرې يو كنفرنس كېدې شي۔(م ع/ض ض/ګ ل/1921)