په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپلې شوو كډوالو د 28 زره 414 كورونو سروے بشپړه شوه۔

په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپلې شوو كډوالو د 28 زره 414 كورونو سروے بشپړه  شوه۔

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) په ضرب عضب عملياتو كښې د ځپلې شوو كډوالو د 28 زره 414 كورونو سروے بشپړه شوې ده ۔په بشپړه توګه د تباه شوو كورونو مالكانو له 4 لكه او پھ جزوي توګه د ځپلې شوو كورونو مالكانو له 1 لك 60 زره روپۍ معاوضه وركولې شي۔د فاټا د بيا رغونې څانګې چاروكو له مخې پھ ضرب عضب عملياتو كښې د ځپلې شوو كډوالو د كورونو سروے لړۍ روانه ده۔تراوسه په سوئېلي وزيرستان٬شمالي وزيرستان٬خېبرايجنسۍ٬كرم ايجنسۍ او اوركزئي ايجنسۍ كښې د كورونو سروے بشپړه شوې ده ۔(م ع/ض ض/وس/1921)