د سعودي په هوائي مېدانونو حج كونكو له به د پك اينډ ډراپ لپاره نوې ايئر كنډېشن ګاډي او درې وخته خوراك وركولې شي٬

په بريسليټ كښې به د حج كونكو ټوله ډېټا محفوظ وي چې د لارې به يې د وزارت د اړخه جوړ كړې شوي كنټرول روم سره رابطه كولې شي٬فلائيټ عمليات به په څلورم اګست پیل كېږي او په پنځم ستمبر به بشپړېږي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي چې سږ كال حاجيانو له به ښه آسانۍ وركولې شي۔ د پاكستان څخه به1 لك 43زره 368 كسان د حج سعادت ترلاسه كوي د كومو لپاره به چې فلائيټ عمليات په څلورم اګست پیل كېږي او په پنځم ستمبر به بشپړېږي۔ده دا خبره د نهې پھ ورځ حاجي كېمپ كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔

ده حاجي كېمپ كښې د تربيې وركولو په اړه د شويو انتظاماتو جاج واخستو۔ په دې موقع ده انتظاميې ته هدايت وكړو چې تربيه ترلاسه كونكو حج كونكو له دې زياتې آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل حكومت حاجيانو له ښه آسانۍ وركولو له لوظي دې او دې مقصد لپاره ما پھ خپله سعودي عرب ته تللو سره د انتظاماتو جاج اخستې۔ده ووئيل د سعودي په هوائي مېدانونو حج كونكو له به د پك اينډ ډراپ لپاره نوې ايئر كنډېشن ګاډي او درې وخته خوراك وركولې شي٬ بريسليټ كښې به د حج كونكو ټوله ډېټا محفوظ وي چې د لارې به يې د وزارت د اړخه جوړ كړې شوي كنټرول روم سره رابطه كولې۔

ده ووئيل ټولو حاجيانو ته خواست كوم چې د حج په مهال د زغم څخه كار واخلي ځكه چې هغوي د پاكستان سفيران دي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د حج فلائيټ عملياتو كښې څلور ايئر لائنز٬پي آئي اے٬شاهين٬ايئر بلو او سعودي ايئر لائن برخه اخلي۔(ص ف/م ع/وس/1936)