د فوډ سېكورټي وزارت دې د ناروغو مخ نيوي له د كروندګرو سمدستي مرستې لپار كوئيك رسپانس سسټم جوړ كړي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال هدايت

د فوډ سېكورټي وزارت دې د ناروغو مخ نيوي له د كروندګرو سمدستي مرستې لپار كوئيك رسپانس سسټم جوړ كړي۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال هدايت

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال هدايت كړې چې د فوډ سېكورټي وزارت دې د ناروغو مخ نيوي له د كروندګرو سمدستي مرستې لپار كوئيك رسپانس سسټم جوړ كړي۔احسن اقبال ووئيل د كركيلې او ټېكسټائل صنعتونه د پاكستان پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل كركيله د پاكستان پھ اكانومي كښې د ملا د تير حېثيت لري او د پومبې فصل كښې كمې يو سنجيده مسئله ده د كومې حل كولو ته چې اړټيا ده۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده پلاننګ كميسون كښې پاكستان كښې د پومبې پھ فصل كښې په بحران غور كولو له يوې غونډې سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل چې پاكستان كښې د كركيلې څانګه د موسمي بدلون او په نړيواله كچه د ميوو په نرخونو كښې د كمي په وجه مسئلو سره مخ ده۔ ده ووئيل حكومت د كروندګرو مسئلو حل كولو له هڅې كوي او پھ دې تناظر كښې په بجټ كښې د كروندګرو لپاره خاص پیكج اعلان كړے شوے۔

ده ووئيل د كركيلې څانګه كښې تحقيق ته اړتيا ده دغسې چې كروندګرو ته د نړيوال معيار ترمخه تخم ترلاسه شي۔ ده ووئيل د سي پېك ترمخه پاكستان او چين د كركيلې څانګه كښې تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔ ده ټولو سټېك هولډرز ته پھ ګډه د كار كولو هدايت هم وكړو۔ ده ووئيل چې بايد غونډه هره درې مياشتې پس راوبللې شي دغسې چې په تجويزونو عملدرآمد وكړی شي۔(ص ف/م ع/وس/1936)