غريبۍ ختمولو له بېنظير انكم سپورټ پروګرام مهم كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ممنون حسین

بنظیر انکم سپورټ پروګرام ته لا پراختيا وركولې شي۔ , بائیو مېټرک نظام سره د سپېځلتيا معيار لا غوره كولې شي۔ وفاقی حکومت بی آئی اېس پی له 115 اربه روپې بېلې كړې دي۔د اولس مشر ممنون حسېن د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ماروي مېمن سره خبرې

غريبۍ ختمولو له بېنظير انكم سپورټ پروګرام مهم كردار ترسره كوي۔ اولس مشر ممنون حسین
بنظیر انکم سپورټ پروګرام ته لا پراختيا وركولې شي۔ 
بائیو مېټرک نظام سره د سپېځلتيا معيار لا غوره كولې شي۔ وفاقی حکومت بی آئی اېس پی له 115 اربه روپې بېلې كړې دي۔د اولس مشر ممنون حسېن د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ماروي مېمن سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د غريبۍ ختمولو لپاره بېنظیر انکم سپورټ پروګرام مهم کردار ترسره كوي كوم چې په نړيواله كچه ستائلې شوې۔ ده د شورؤ په ورځ ايوان صدر كښې د بېنظیر انکم سپورټ پروګرام مشرې ماروی میمن سره خبرې كولې۔ په دې مهال د بي آئي اېس پي سېكتره ياسمين مسعود او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔

اولس مشر ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې بېنظير انكم سپورټ پروګرام لا پراخه كولې شي او په دې لړ كښې بائيو مېټرك نظام خپلولو سره د سپېځلتيا معيار لا ښه كولې شي۔ اولس مشر دا خبره هم وستائله چې وفاقي حكومت بی آئی ایس پی لپاره 115 بلينه روپۍ بېلې كړې دي كومې چې دا عكاسي كوي چې حكومت ګران هېواد څخه غريبۍ ختمولو ته تر ټولو اول پاملرنه كوي۔ په دې مهال د پروګرام مشرې ماروي مېمن ووئيل حقدارو وګړو له روپۍ وركولو له جون 2016ء څخه سروے روانه ده ۔

د دې پراجېكټ د لارې به كور په كور د اولس نه معلومات ترلاسه كولې او بيا به اندارج كولې شي۔ اولس مشر ته ووئيلې شول د پېسو ترلاسه كولو تګلاره لا سپېځلې جوړولو له بائيو مېټرك سسټم معارفي كولې شي۔ د پروګرام مشرې ماروی مېمن اولس مشر ته د درېم تجزياتي راپور جاري كولو په دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړه كومه چې اولس مشر قبوله كړه۔)وا/ض ض/ګ ل/1953)