د ادیبانو، دانشورانو او د قلم د خاوندانو څلورم نړيوال كنفرنس به (سبا) په اسلام آباد كښې كېږي

د عرفان صدیقي د کنفرنس د انتظاماتو جاج اخستو له د كنونشن سنټر دوره وكړه

د ادیبانو، دانشورانو او د قلم د خاوندانو څلورم نړيوال كنفرنس به (سبا) په اسلام آباد كښې كېږي
د عرفان صدیقي د کنفرنس د انتظاماتو جاج اخستو له د كنونشن سنټر دوره وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) د ادیبانو، دانشورانو او د قلم د خاوندانو څلورم نړيوال كنفرنس به (سبا) په اسلام آباد كښې كېږي چې پكښې به پاكستان سره سره د تركيې ، لبنان، سپېن، مالدیپ، چین، سنګاپور، ایران، آذربائیجان، افغانستان، عمان او د المان پشمول د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو علمي او ادبي شخصيات ګډون كوي ۔ د قامي تاریخ او ادبي ورثې ډويژن په مشرۍ كښې د كنفرنس اهتمام اكادمي ادبيات پاكستان كړے ۔

د وزيراعظم سلاكار عرفان صدیقي د نهې په ورځ د کنفرنس د انتظاماتو جاج اخستو له د كنونشن سنټر دوره كړې ۔ په دې موقع د اسلام آباد ميئر شېخ انصر عزیز، د مسلم لیګ (ن) لارښود ډاکټر جمال ناصر،د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن وفاقي سېكتر انجینئر عامر حسن او د اکادمي ادبیات چیئرمېن پروفېسر ډاکټر قاسم بګھیو هم موجود وو۔ د ژبې٬ ادب او ټولنې په سرخط د كنفرنس پرانسته به په 5مه جنورۍ كېږي او تر 8مې جنورۍ به دوام لري۔

د کنفرنس مقصد د ادیبانو، شاعرانو او د قلم د خاوندانو د مقالو او د شريكو خبرو اترو د لارې په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كول دي۔ د كنفرنس پرانسته به وزیراعظم محمد نواز شریف كوي ۔ د كنفرنس د پاې غونډه به په اتمه جنورۍ په ملي كتابتون اسلام آباد كښې كېږي۔)م ع/ګ ل/1921)