د پانامه لیکس شور كوٶنكي د هېواد د پرمختګ لار نيول غواړي ٬ د وزیراعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې هېواد په تندۍ سره د پرمختګ مزل كوي۔ نزهت صادق

د پانامه لیکس شور كوٶنكي د هېواد د پرمختګ لار نيول غواړي ٬ د وزیراعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې هېواد په تندۍ سره د پرمختګ مزل كوي۔ نزهت صادق

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) د پاکستان مسلم لیگ (ن) سناتورې نزهت صادق وئيلي دي د پانامه لیکس شور كوٶنكي د هېواد د پرمختګ لار نيول غواړي ٬ د وزیراعظم محمد نوازشریف په مشرۍ كښې هېواد په تندۍ سره د پرمختګ مزل كوي ٬ د داخله وزير چوهدري نثار علي خان شمېره په عزت داره او ښه شخصياتو كښې كېږي ٬ ھغه ښه كردار او صلاحيت لري٬ د ھغه په ضد ډنډورې د خېرانتيا دي۔

د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې نزهت صادق ووئيل چې د كورنيو چارو وزير ښه كردار او صلاحيت لري٬ د ھغه په ضد ډنډورې د خېرانتيا دي٬ هېواد كښې د قانون په عملدارۍ كښې د وفاقي وزير كردار د چا نه پټ نه دے٬ د چوهدري نثار د مشرۍ او صلاحيتونو ستائنه كوٶ۔ سناتورې نزهت صادق ووئيل د پانامه لیکس شور كوٶنكي د هېواد د پرمختګ لار نيول غواړي٬ د پانامه كېس سماعت په عدالت كښې روان دے ٬ بايد د پرېكړې انتظار وكړې شي او په سړكونو د اړي ګړي سياست څخه دې ډډه وكړې شي۔ )م ع/ګ ل/1921)