د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د بحرېن د نیشنل ګارډز كمانډر او د بېلاروس سفير ملاقاتونه وكړل

د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د بحرېن د نیشنل ګارډز كمانډر او د بېلاروس سفير ملاقاتونه وكړل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 03جنوری2016ء) د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق سره د بحرین د نېشنل ګارډز کمانډر، د آزاد جمو کشمیر اسمبلی غړي او د بېلاروس سفير په پارلېمنټ هاؤس كښې د نهې پھ ورځ جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔پھ ملاقاتونو كښې د شريكې خوښې په چارو او سيمه ايز او نړيوال معاملاتو د خيالاتو تبادله وكړې شوه۔ د بحرین نیشنل ګارډزکمانډر لیفټیننټ جنرل شیخ محمد بن عیسیٰ بن سلمان الخلیفه سره د خبرو په مهال د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار ایاز صادق ووئيل چې د مسلمان هېوادونو ترمينځه نزدې مرسته د ترهه ګرۍ او خپل مينځ كښې د اختلافاتو په سبب د پیښو چېلنجونو مقابلې له انتهائي ضروري ده۔

ده ووئيل پاكستان مسلمان نړۍ كښې د امن او نزدې مرستې ته ودې وركولو لپاره بحرين سره مضبوط شراكتدارۍ له عزم لري۔ده د انتهاپسند عناصرو او مغربي مېډيا لخوا اسلام د تشدد او عدم برداشت مذهب پېش كولو او غندنې كولو سره د اسلام صحيحج تشخص رامخې ته كولو له پھ اجمتاعي هڅو زور راوړو۔ ده ووئيل چې اسلام د امن او برداشت مذهب دے او د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ سختۍ سره غندنه كوي۔

ده په كشمير او فلسطين كښې د يو ډول جارحيت او ظلمونو غندنه وكړه۔ لیفټیننټ جنرال شیخ محمد بن عیسیٰ بن سیلمان الخلیفه د شريكو چېلنجونو مقابلې لپاره د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو ترمينځه نزدې مرستې ته وده وركولو له د قامي اسمبلۍ د سپيكر وړاندېز سره اتفاق وكړو۔ده سپيكر ته د منطقې پرمختګ لپاره د بحرين پاكستان سره اوږه په اوږه د ودرېدو هم باور وركړو۔

د بېلاروس سفير آندرے ایرمولووچ سر پھ خپلو خبرو كښې سپيكر اياز صادق ووئيل پاكستان بېلاروس سره د ملګرتيا اړيكې ډېرې مهمې ګڼي او په سماجي او معاشي څانګو كښې مرستې ته وده وركولو سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ده ووئيل د دوه اړخيزه اړيكو لا استحكام لپاره پارلماني سفارت كاري هم مهم كردار ترسره كولې شي۔د بېلاروس سفير د سيمه ايزو مسئلو حل لپاره د سپيكر پھ شريكه د كار كولو تجويز سره اتفاق وكړو۔

د دې څخه وروستو د آزاد جمو كشمير قانون سازې اسمبلۍ غړې سحرش قمر سره د كشمير په مسئله په خپلو خبرو كښې سردار اياز صادق ووئيل د كشمير مسئلې حل د كشميري اولس د هيلو ترمخه د منطقې امن او پرمختګ لپاره ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د چارټر او قراردادونو ترمخه د كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره د روان تحريك سياسي سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ سحرش قمر په سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو د كشمير مسئلې په پورته كولو د پاكستان د پارلېمنټ كردار وستائېلو۔)وا/م ع/وس/1837)