تورغر كښې پخواني دښمني په ملګرتيا بدله شوه

تورغر كښې پخواني دښمني په ملګرتيا بدله شوه

پېښور ۔(پاکستان نیوز پوائنٹ 02جنوری2016ء) د تور غر صابے حسن زئۍ سيمه كښې د دوه ډلو ترمينځھ 60 كاله پخوانۍ دښمني ختمه شوې۔ د جرګې د هڅو په نتيجه كښې دواړو ډلو په غېر مشروط ډول خپل منځ كښې روغه كړې۔ د تفصيلاتو ترمخه د صابے حسن زئۍ ډاكټر سعد اللہ، راج محمد خان ٬ زر محمد خان او فردوس خان كورنيو ترمينځھ د تېرو 60 كلونو څخه اختلافات او دښمني راروانه وه۔ راضي نامه كښې جنرل کونسلر شاهد حسېن،مولانا تاج محمد،مولانا ملا جان،صحبت خان،ګل سخت خان،رحمت خان،احسان اللہ خان او او نورو مشرانو ګډون وكړو۔ په دې لړ كښې يوه دستوره وشوه كومه كښې چې د دواړو ډلو كسانو يو بل ته غاړه وركړه او سباؤن كښې ئې يو بل سره د وروڼو پشان د ژوند كولو لوظ وكړو۔ )م ع/وس/2041)