اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 02جنوری2016ء) پاك چين اقتصادي راهداري نړۍ كښې روانه تر ټولو لويه پرمختيائي منصوبه ده٬د 51 ارب ډالرڅخه زيات ماليت دا منصوبه به پاكستان د تندرفتاره اقتصادي پرمختګ په لاره روان كړي٬ اوږده٬پراخا او محفوظه لاره ٬ د توان پروژې٬انډسټريل پاركس او ګوادر بندرځاې د ترهه ګرۍ ځپلي پاكستان له د روښانه سباؤن زيرې دې٬دې منصوبې سره به د منطقې درې اربه اولس ته ګټھ وشي۔
د ګل په ورځ د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وزارت چارواكو اے پي پي ته ووئيل چې سي پیك دا لنډې مودې منصوبې به تر 18-2017 او د اوږدې مودې منصوبې به 2020 څخه تر 2030 پاې ته ورسي۔دوي ووئيل تېره اونۍ بيجنګ كښې د شريكې مرستې په شپږمه غونډه كښې د سي پیك ترمخه په روانو منصوبو د پېشرفت جاج واخستې شو او په دې د اطمينان څرګندونه وشوه۔دوي ووئيل راروان كال كښې به په قامي ګرډ كښې لس زره مېګاواټ برېښنا شامل كړې شي په دې كښې به 5 زره د سي پیك منصوبو څخه ترلاسه شي۔
دوي ووئيل پھ دې غونډه كښې د ټرانسپورټ انفراسټركچر په دوه لويو منصوبو د اطمينان څرګندونه شوې۔د صنعتي څانګې دوه نورو منصوبو ګوادر ايكسپرېس وے او په پورټ د زر كار پېل كولو باور وركړی شوې۔دوي ووئيل كراچۍ نه تر پېښور د اېم اېل ون رېلوے اپ ګرېډېشن منصوبې زر تر زره په بشپړولو هم سلا راغلې۔اورنج لائن لاهور منصوبه هم د سي پېك فريم ورك كښې شامل كړې شوې۔د چين لخوا د ماس ټرانزټ دا منصوبه د پاكستان ټولو صوبو اولس له يوه ډالۍ ده۔په جي سي سي كښې د قراقرم هائي وے تاكوټ څخه تر رايكوټ د 136 كلوميټر لويې لارې په بحالولو هم اتفاق راغې۔)وا/وس/1810)