د طب څانګې سره تړون لرونكو خلكو ته به خپلې ذمه وارۍ د خلكو خذمت ګڼلو سره ترسره كول وي٬

د تب د زده كړې د معيار لا ښه كولو ضرورت دې۔د اولس مشر ممنون حسېن دنېشنل يونيورسټي آف مېډيكل سائنسز وائس چانسلر لېفټيننټ جنرال سيد محمد عمران مجيد سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د طب څانګې سره تړون لرونكو خلكو ته به خپلې ذمه وارۍ د خلكو خذمت ګڼلو سره ترسره كول وي٬د تب د زده كړې د معيار لا ښه كولو ضرورت دې۔ده دا خبرې د نېشنل يونيورسټي آف مېډيكل سائنسز وائس چانسلر لېفټيننټ جنرال سيد محمد عمران مجيد سره په ملاقات كښې وكړې۔اولس مشر ممنون حسېن لېفټيننټ جنرال سيد محمد عمران مجيد ته د پوهنتون د وائس چانسلر په جوړېدو مباركي وركړه۔

ده د دې هيلې څرګندونه وكړه چې پوهنتون به د طب پھ څانګه كښې لا اقدامات وكړي۔اولس مشر ووئيل چې د طب څانګه د خلكو د خذمت څانګه ده او دې سره تړون لرونكو خلكو ته به خپلې ذمه وارۍ د اولس خذمت ګڼلو سره ترسره كول وي۔اولس مشر پھ دې موقع د يو څو نجي روغتونونو او مېډيكل كالجونو ذكر كولو سره ووئيل چې د هېواد د علاج معالجې آسانې لپاره د نورو نرسنګ روغتونونو ضرورت دې چې دغسې په هېواد كښې د تربيه لرونكې عملې كمې پوره كړې شي۔د پوهنتون وائس چانسلر اولس مشر ته د پوهنتون په ا ړه بريفنګ وركولو سره ووئيل چې هغه غواړي چې خپل صلاحيتونه كارولو سره په ښه ډول طبي آسانې وركړې شي۔(م ع/ګ ل/وس/1712)