وزیراعظم محمد نواز شریف په ګولو د لګېدلي بس څارنه وكړه هندي ځواكونو دا بس د نومبر په 23مه نيټه په لائن آف كنټرول ويشتې ٶ

وزیراعظم محمد نواز شریف په ګولو د لګېدلي بس څارنه وكړه هندي ځواكونو دا بس د نومبر په 23مه نيټه په لائن آف كنټرول ويشتې ٶ

مظفر آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 29دسمبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د زيارت په ورځ په ګولو د لګېدلي بس څارنه كړې ده په كوم كښې چې 9 مسافر شهيدان شوې وٶ٬ هندي ځواكونو دا بس د نومبر په 23مه نيټه په لائن آف كنټرول ويشتې ؤه۔ هندي پوځ دهودنيال سره نزدې په نيلم وادۍ كښې د مسافرو بس ويشتې ؤ چې پكښې 9 مسافر ژوبل شوې وو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د آزاد کشمیر وزیراعظم راجه فاروق حېدر او اولس مشر مسعود خان سره د بس ډارئيور سره هم ليده كاته وكړل ٬ پاكستان د دغې بريد په ضد سخت احتجاج كړے او د هند دوهم هائي كمشنير جے پي سنګه ئې خارجه دفتر ته رابللې ٶ او ورته ئې د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ په ضد احتجاجي مراسله وركړې وه ۔

هندي پوځ قصداً د عامو وګړو بس په نخښه كرے په كوم كښې چې 9 بې ګناه وګړي شهيدان او 9 ژوبل شوي وو۔ پاکستان وئيلي دي په ودانيو٬ كليو ښارونو ٬ اېمبولېس او په سوېلين ټرانسپورټ ډزې كول د افسوس وړ او د بشري حقونو په ضد كار دے ۔ هندي پوځ يو اېمبولينس هم په نښه كړې ٶ او دا پېښه د نړيوال قوانين خلاف ورزي ده۔ پاکستان هند ته څو ځله وئيلي دي چې ھغه د كال 2003 د ډز بندۍ د تفاهم احترام وكړي او په لائن آف كنټرول كلي او ښارونه په نخښه كولو نه ډډه وكړي۔)وا/ض ض/ګ ل/1859)