د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوو كورنيو بېرته ستنېدو آخري پړاؤ پېل شو٬

بېرته تلوونكو بې كوره شوو كسانو ته د حكومت لخوا 10 زره روپۍ كرايه او 25 زره روپۍ نغدې د موبائل سسټم د لارې وركړې كېږي۔اے پي اے شعيب خان اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوو بېرته تلوونكو كسانو آخري پړاؤ پېل شوې او ډېر زر به دا بشپړ كړې شي۔د نهې په ورځ د سوئېلي وزيرستان اسسټنټ پوليټيكل ايجنټ شعيب خان اے پي پي سره د خبرو په مهال ووئيل د بې كوره شوو كسانو دريم پړاؤ بشپړېدو نه وروستو آخري پړاؤ پیل شوې۔ده ووئېل بېرته تلوونكي د سوئېلي وزيرستان بې كوره شوي كسان د پاكستان حكومت لخوا 10 زره روپۍ د كرايه په مد او 25 زره روپۍ نغدې د موبائل سسټم د لارې وركړې كېږي۔

ده ووئيل ضرب عضب عملياتو كښې تباه شوي د هر كور مالك له 4 لكه روپۍ او په جزوي توګه ځپلې شوي كور لپاره 1 لك 60 زره روپۍ وركړې كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ضرب عضب عملياتو له امله ځپلې شوو سيمو كښې د اولس خېرښېګړی په بېلو پروژو كار روان دے ۔)ض ض/وس/2151)