وزيراعظم محمد نواز شريف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ملاقات وكړو

وزيراعظم محمد نواز شريف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ملاقات وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم هاؤس د مېډيا د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير وزيراعظم د داخلي سلامتيا صورتحال٬ د تورخم افغان پولې د خپلې اوسنې دورې او د كراچې عملياتو په اړه خبر كړو۔ په ملاقات كښې په سياسي چارو هم خبرې وشوې۔ د كورنيو چارو وزير وزيراعظم ته ووئيل چې حكومت موثره سرحدي انتظام او داخلي سلامتيا لپاره د سول آرمډ فورسز ونګز جوړولو لپاره 70 اربه روپې خرڅ كوي۔ ﴿م ع/ م ع 1400﴾