اولس مشر ممنون حسېن په يوه ورځنې دوره كوئټه ته ورسېدو

اولس مشر ممنون حسېن په يوه ورځنې دوره كوئټه ته ورسېدو

كوئټه (پاکستان نیوز پوائنٹ 27دسمبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن په يوه ورځنې دوره كوئټه ته ورسېدو۔ د كوئټه په هوائي اډه د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزي٬ د كورنيو چارو صوبائي وزير سرفراز بګټي٬ د تعليم صوبائي وزير عبدالرحيم زيارتوال٬ د اطلاعاتو صوبائي سلاكار سردار رضا بړيچ٬ صوبائي وزير نواب محمد خان٬ صوبائي وزير سردار اسلم بزنجو٬ د پوليسو آئي جي احسن محبوب٬ د كوئټه سي سي پي او عبدارلرزاق چيمه٬ د كوئټه كمشنر امجد علي خان او نورو اعلٰي چارواكو د اولس مشر هركلې وكړو۔ اولس مشر به په ګورنر هاؤس كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو نه پس د صوبائي اسمبلۍ غړو سره ملاقاتونه كوي۔ په دې موقع په كوئټه كښې د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔ ﴿م ع/ م ع 1400﴾