د څلورو واړو صوبو څخه د الېكشن كميسون د غړيي نامې توثيق شوې۔پروېز رشيدد بلوچستان څخه جسټس(ر)شكيل احمد بلوچ٬ سندھ نه(ر)وفاقي سېكتر غفار سومرو

٬د خېبرپښتونخوا نه جسټس(ر) ارشاد قيصر٬پنجاب نه جسټس(ر) ابراهيم قرېشي نامې منظوري شوي دوه كسان د دوه نيمو كالو او دوه د پنځو كلونو لپاره به غوره كولې شي ٬د مودې پريكړه به د قرعه اندازۍ د لارې كېږي مونږ د حكومتي او مخالفې ډلې مشر ترمينځه د الېكشن كميسون غړيو تعيناتولو لپاره دمشاورت آئيني لارھ خپله كړې٬عمران خان د آئين لوستو نه غېر غېر آئيني خبرې كوي د طارق كهوسه عمر دې چوكۍ لپاره د آئيني مودې نه زيات دے٬د آئين ترمخه د حكومتي او مخالفې ډلې په مشاورت د الېكشن كميسون غړيو نامو ته حتمي شكل وركولې شي كه د عمران خان په تجربو انحصار وكړی شي نو د پاكستان الېكشن كميسون به چرې هم نه ؤ جوړ او كه جوړ شوې ؤ نو نيمګړې ب ؤ ځكه چې تراوسه د هغه د خپل ګوند الېكشن كميسون بشپړ نه شو عمران د خپل نا وړه سياست پھ سوب آزاد كشمير ټاكنو كښې ماتې خوړلې ۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد د پارلماني كمېټۍ غونډې نه پس مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دې څلورو واړو صوبو د الېكشن كميسون د غړيو ناموې توثيق كړې دې٬په دې اړه وزيراعظم محمد نواز شريف ته خط ليكلې شوې٬ كه د عمران خان په تجربو انحصار وكړی شي نو د پاكستان الېكشن كميسون به چرې هم جوړ نه ؤ او كه جوړ ؤ نو هغه به نيمګړې ؤ ځكه چې تراوسه د هغه د خپل ګوند الېكشن كميسون بشپړ نه شو۔

د الېكشن كميسون د غړيو نامو ته حتمي شكل وركړې شوې۔د الېكشن كميسون په دغه غړو كښې به دوه تر دوه نيمو كلونو او دوه د پنځو كلونو لپاره وي٬ د مودې پريكړه به د قرعه اندازۍ د لارې كېږي۔د ګل پھ ورځ د الېكشن كميسون غړو تعيناتولو لپاره د پارلماني كمېټۍ غونډه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد په مشرۍ كښې پارلېمنت هاؤس كښې وشوه۔

د غونډې نه پس مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل كمېټۍ د څلورو غړيو د نامو چې پكښې د بلوچستان نه جسټس(ر)شكيل احمد بلوچ٬ سندھ نه(ر)وفاقي سېكتر غفار سومرو٬د خېبرپښتونخوا نه جسټس(ر) ارشاد قيصر٬پنجاب نه جسټس(ر) ابراهيم قرېشي د منظوري وركړېده ۔ده ووئيل مونږ د حكومتي او مخالفې ډلې مشر ترمينځه د الېكشن كميسون غړو تعيناتولو لپاره د مشاورت آئيني حاجت تر سره كړې۔

ده ووئيل په چيف الېكشن كمشنر د تحريك انصاف پشمول ټول ګوندونه متفق دي۔په عمومي توګه الېكشن كميسون داسې وي په كوم چې ټول متفق وي۔ده ووئيل دا وړومبنۍ موقع ده چې يوه مېرمن د الېكشن كميسون غړی جوړېږي٬حكومت او مخالفې ډلې 12 ٬ 12 نامې كمېټۍ ته لېږلې وې ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران د خپل منفي سياست پھ وجه آزاد كشمير په ټاكنو كښې ماتې سره مخ شو٬ عمران خان د آئين لوستو نه غېر غېر آئيني خبرې كوي٬ ده ووئېل د طارق كهوسه عمر دې چوكۍ لپاره د آئيني مودې نه زيات دے۔

د كمېتۍ په غونډه كښې د قانون٬انصاف او وفاقي وزير زاهد حامد٬سناتور كبير احمد محمد شاهي٬سناتور اسلام الدين شېخ٬سناتور محمد داؤد خان اچكزئي٬د قامي اسمبلۍ غړو محمد جنيد انور چوهدري٬نواب محمد يوسف تالپور٬سيد غلام مصطفٰی شاه٬ډاكټر شېريں مهرالنساﺀ مزاري٬خالد مقبول صديقي ګډون كولو۔)ص ف/ض ض/ګ ل/وس/2230)