د پاك بحريه مشر اېډمرل ذكاالله خان د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار سره ملاقات وكړو

د پاك بحريه مشر اېډمرل ذكاالله خان د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار سره ملاقات وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26دسمبر2016ء) د پاك بحريه مشر اېډمرل ذكاالله خان د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار سره د ګل په ورځ ملاقات وكړو او هغه ئې د پاكستان د سمندري حدودو حفاظت لپاره د پاك بحريه د تيارې او په خاص توګه د چين او پاكستان د اقتصادي لارې د امنيت په تناظر كښې مېري ټائم سېكيورټي لپاره د كېدونكو اقداماتو څخه خبر كړو۔ په دې موقع د خزانې وزير ووئيل چې د قومي سلامتيا تحفظ د اوسني حكومت وړومبې ترجيح ده او د هېواد دفاع ناقابل تسخير كولو لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل چې پاك بحريه د پاكستان د سمندري حدودو تحفظ لپاره بشپړه كردار ترسره كوي۔ د پاك بحريه مشر د خزانې وزير سره د پاك بحريه په پروژو او د بجټ په اړه په چارو هم خبرې وكړې۔ (م ع/ګ ل/1839)