اوبو او برېښنا لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه وفاقي وزير كمېټۍ ته د هائيډل٬ لمر ٬ سيلۍ او سكرو څخه د برېښنا پېداوار د بېلا بېلو منصوبو پحقله بشپر بريفنګ وركړو

اوبو او برېښنا لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه وفاقي وزير كمېټۍ ته د هائيډل٬ لمر ٬ سيلۍ او سكرو څخه د برېښنا پېداوار د بېلا بېلو منصوبو پحقله بشپر بريفنګ وركړو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) اوبو او برېښنا لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ غونډه د چیئرمېن محمد ارشد خان لغاري په مشرۍ كښې د پارلمان په ودانۍ كښې وشوه ۔ غونډه كښې د كمېټۍ غړيو محمد جنېد انوار چوهدري، ملك اعتبار خان، سردار منصب علي ډوګر، رانا محمد اسحاق خان، پیر محمد اسلم بودله، راٶ محمد اجمل خان، سید غلام مصطفی شاہ، نواب محمد یوسف تالپور، ملك غلام رباني کھر، جنېد اکبر، مولانا محمد ګوہر شاہ، ډاکټر سید غازي ګلاب جمال او صاحبزادہ محمد یعقوب ګډون وكړو ۔

په دې موقع د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف كمېټۍ ته د هائيډل٬ لمر ٬ سيلۍ او سكرو څخه د برېښنا د پېداوار د بېلا بېلو منصوبو پحقله تفصيلي بريفنګ وكړو كومې چې د توان بحران خاتمې لپاره په اوسني دور كښې پېل كړې شوې ۔د اوبو او برېښنا سېكتر ومنله چې د واپډا ملازمانو د ككړ ېدو نه غېر د برېښنا غلا ممكنه نه ده او دا مسئله د صوبائي حكومت د مرستې نه غېر نشي هوارېدې ۔

كمېټۍ سفارش وكړو چې وزارت دې د شرخوښو په ضد د كاوروائۍ په اړه صوبائي حكومت سره تماس ونيسي ۔كمېټۍ ته ووئيل شول د سندھ حكومت له د بقاياجاتو په مد كښې 70 اربه روپۍ وركول دي كومې چې تراوسه نه دي وركړې شوې او وفاق وړاندېز كړې چې په دې كښې به 40 فيصده وفاق او 60 فيصده صوبائي حكومت ادا كوي خو تر اوسه دا معامله نه ده هواره شوې ۔ وزارت په دې معامله د كمېټۍ نه مرسته غوښتې ۔وفاقي وزير د ځينو وېش كوونكو كمپنو لخوا د غېر اعلانيه لوډشېډنګ نوټس اخستو سره انتظاميې ته سپارښتنه وكړه چې په دې معامله كمېټي خبر كړي۔