د ټاكنو كمېسون د غړيو ټاكنې په لړ كښې ټولو ګوندونو سره مشاورت شوې ٬هند دې په كشميريانو ظلم بند كړي۔ سناتوره روبینه خالد

د ټاكنو كمېسون د غړيو ټاكنې په لړ كښې ټولو ګوندونو سره مشاورت شوې ٬هند دې په كشميريانو ظلم بند كړي۔ سناتوره روبینه خالد

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د پاکستان پیپلز سناتورې روبینه خالد وئيلي دي د ټاكنو كمېسون د غړيو ټاكنې په حقله ټولو ګوندونو سره مشاورت شوې ٬ هند دې په كشميريانو ظلم بند كړي او د ملګرو ملتونو قراردادونه دې عملي كري ۔د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې دې ميډيا ته ووئيل د ټاكنو كمېسون د غړيو ټاكنې په حقله ټولو ګوندونو سره مشاورت شوې او د رائيو په اتفاق د غړو حتمې پرېكړه شوې۔

دې ووئيل د اے اېن پي او پي ټي آئي لخوا د ټاكنو كمېسون د خېبر پښتونخوا د غړي پحقله اعتراض هېڅ جواز نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل هند دې په كشميريانو ظلم بند كړي او د ملګرو ملتونو قراردادونه دې عملي كري۔ دې ووئيل نړيواله ورورولي دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزۍ نوټس واخلي ۔