پاکستان به د كشميريانو سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬ هندې حكومت كشميريان په هېڅ ډول د جبر د لارې غلې كولې نشي۔د سناتور چوهدری تنویرخان ميډيا سره خبرې

پاکستان به د كشميريانو سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬ هندې حكومت كشميريان په هېڅ ډول د جبر د لارې غلې كولې نشي۔د سناتور چوهدری تنویرخان ميډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) پاکستان مسلم لیګ (ن) سناتور چوهدري تنویر خان وئيلي دي پاکستان به د كشميريانو سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي٬ هندې حكومت كشميريان په هېڅ صورت د جبر د لارې غلې كولې نشي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل كشميريان د تېرو 60 كالو راهسې د ځانونو قربانۍ وركوي او تر اوسه د يو لك نه زيات كشمريان شهيدان شوې٬ ۔

د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده د آزاد كشمير ټاكنې پاكې او سپېځلي ګرځولو سره ووئيل په وړومبي ځل په آزاد كشمير كښې ټاكنې د پوځ په نګرانۍ كښې شوې او ځائي اولس په ټاكنو كښې په اكثريت وزیراعظم نواز شریف له رائے وركړې كوم چې په محمد نواز شريف د كشمري اولس د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل د عمران خان په سیاست نه پوهېږم ٬د يو لوي ګوند مشر په حېث ھغه منفي سياست كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل سندھ كښې به د رېنجرز معامله په ښه ډول هواره شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2043)