د اے پي اېس ژوبل زده كوٶنكي له بهر هېواد كښې درملنې لپاره دې ګامونه پورته كړې شي ۔د مشاهد حسېن سيد دفاع وزارت ته سپارښتنه

د اے پي اېس ژوبل زده كوٶنكي له بهر هېواد كښې درملنې لپاره دې ګامونه پورته كړې شي ۔د مشاهد حسېن سيد دفاع وزارت ته سپارښتنه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) دفاع لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سید دفاع وزارت ته سپارښتنه كړې ده چې د آرمي پبلك سكول پېښور ژوبل زده كوٶنكي بهر هېواد كښې درملنې لپاره دې ګامونه پورته كړې شي ۔د ګل په ورځ د سېنېټ دفاع لپاره قائمه كمېټۍ غړي برېګېډئر (ر) جونز کېنیتھ ویلم د كمېټۍ پام دې پلو راګرځولو سره ووئيل په 16م دسمبر كال 2015 كښې د ترهه ګرو لخوا په اے پي اېس پېښور بريد كښې د ريټائرډ صوبېدار مېجر زوې مبشر سبحان ژوبل شوې او په پېښور كښې د ضروري درملنې نه پس ميډيكل بورډ آغا خان روغتون ته لېږلې ٶ خو روغتون ترې نه معذرت وكړو او مبشر سبحان يې درملنې له دوبئۍ ته درملنې لپاره ولېږلو او هلته د انكار نه پس د المان روغتون د زده كوٶنكي درملنې له راضي شوے خو په درملنه ئې ډېر لګښت راځي۔

مشاهد حسېن سيد د دفاع وزارت سپارښتنه وكړه چې زده كوٶنكي له بهر هېواد كښې د درملنې له ټول انتظامات باوري كړئ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2043)