کوالمپور كښې " پاكستان سره د تجارت" په سرخط سېمينار

کوالمپور كښې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د ملائزيا پايه تخت کوالمپور كښې د ملائزيا اېكسټرنل ټرېډ ډوېلپنټ كارپورېشن او د پاكستان سفارت په اشتراك " پاكستان سره د تجارت" په سرخط سېمينار كښې د 200 نه زيات د ملائزيا كمپنو مشرانو او د پاكستان تجارانو ګدون وكړو۔ ګډون كوٶنكو د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت ګټور او د وخت ضرورت ګرځولې۔ په دې موقع د ملائزيا اېكسټرنل ټرېډ ډوېلپمنټ كارپورېشن چيف اېګرېټو داتو ذلقافي محمود د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ او تجارت په ودې كښې د خپلې ادارې د كردار ذكر كولو سره ووئيل د پاكستان ملائزيا اقتصادي پارټنرشپ لوظنامه كښې د صفر ټېرف نظام له مخې د پاكستان تجارانو له په ټولو څانګو كښې په زړه پورې موقعې شته۔

داتو محمود په ځائي سرمايه كارو زور رواړو چې ھغوې پاكستان كښې د ښه كاروباري موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ په دې موقع د پاكستان هائي كمشنر سید حسن رضا ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي كمپنو له په بېلا بېلو څانګو كښې زړه پورې موقعې موجود دي بايد دغې نه ګټه پورته كړې شي۔ هائي كمشنر په دې موقع د دواړو هېوادونو د بزنس فورم جوړولو پحقله هم ګډون كوٶنكي خبره كړه او وئي وئيل د پلاويو تګ راتګ او آسانيو په تناظربه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سرمايه كارۍ او تجارت موقعې لا زياتې شي۔)م ع/ض ض/ګ ل/1810)