د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د رېلوے ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 13 اربه 99 كروړه روپې جاري كړې

د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د رېلوے ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 13 اربه 99 كروړه روپې جاري كړې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د منصوبه بندې او پرمختګ وزارت د رېلوے ډويژن پرمختيائي چارو لپاره په مجموعي توګه 13 اربه 99 كروړه روپې جاري كړې دي ۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره 41 اربه روپې فنډ بېل كړې ۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شوو شمېرو له مخې په ګوادر كښې رېلوے لائن كوسټل هائي وے سره تړلو لپاره 18 كروړه ٬ د سټاف كوارټرز جوړولو لپاره 10 كروړه روپې٬ د خانيوال – رائيونډ ټرېك دوه مخېزه كولو لپاره 20 كروړه او پورټ قاسم- بن قاسم سټېشن لپاره د 53 كروړه روپو پشمول بېلا بېلو پرمختيائي پروژو لپاره فنډ جاري كړے دے۔