سعودي ځواكونو په ساحلي نجران سيمه كښې د پولې پورې غاړې څخه د ياغيانو بريد شنډ كړو٬ په جګړه كښې د يمن ګڼ شمېر جنګيالي مړه او ژوبل شوي

سعودي ځواكونو په ساحلي نجران سيمه كښې د پولې پورې غاړې څخه  د ياغيانو بريد شنډ كړو٬ په جګړه كښې د يمن ګڼ شمېر جنګيالي مړه او ژوبل شوي

رياض (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د سعودي ځواكونو په ساحلي نجران سيمه كښې د پولې بلې خوا نه د ياغيانو بريد شنډ كړے او په جګړه كښې د يمن ګڼ شمېر جنګيالي مړه او ژوبل شوي دي۔ د عرب مېډيا له مخې د يمن حوثي ياغيانو او د معزول اولس مشر علي عبدالله صالح وفادارو تېره ورځ سعودي ته د داخلېدو هڅه كړې وه ۔ په دې موقع د سعودي پوځ او د يمن د ياغيانو ترمېنځه درې ساعته نښته شوې او د يمن د ياغيانو بريد شنډ كړے شوے۔ د خبر له مخې په دې نښته كښې د يمن ګڼ شمېر جنګيالي مړه او ژوبل شوي دي چې پكښې د حوثي ياغيانو يو مهم كمانډر هم شامل دے۔