د سي پېك سره په پرمختيائي پروژو د 54 اربه ډالرو سرمايه كارې په نتيجه كښې د اقتصادي پرمختګ شرح تر 2 فيصده زياتېدو هيله ده٬ د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس لخوا د برتانيې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارې موقعو څخه د استفادې كولو بلنه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د پاكستان چين اقتصادي لارې پروژې ﴿سي پيك ﴾ له مخې د بنيادي ودانې او د توان په پرمختيائي پروژو د 54 اربه ډالرو سرمايه كاري كولې شي او د 54 اربه ډالرو سرمايه كارې په نتيجه كښې د اقتصادي پرمختګ شرح تر د 2 فيصده زياتېدو هيله ده۔ اوس مهال د پاكستان د معاشي پرمختګ شرح 4.8 فيصده ده۔ په برتانيه كښې د پاكستان هائي كمشنر سيد ابن عباس د برتانيې سرمايه كارو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارې د موقعو نه د استفادې كولو بلنه وركولو سره خپل يو بيان كښې وئيلي دي د سي پېك د مېګا پرواجېكټ له مخې 35 اربه ډالره سرمايه كاري د توان په پروژو كولې شي۔

دې سره به هېواد كښې كاروبار او صنعت وده ومومي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كارو له غوره اسانۍ وركولې شي او د ټولې نړۍ سرمايه كار په دې كښې خوښي لري۔ ده د برتانيې سرمايه كارو له بلنه وركړه چې د دې موقعو څخه استفاده وكړي۔