د علم او ادب د ودې د لارې قومي مزاج او مثبتې رويې جوړول د وخت مهم ضرورت دے٬د قوم د تهذيب او رواياتو په وده كښې د پي ټي وي كردار بنيادي اهميت لري۔

عرفان صديقي د اردو ژبې په اړه كېدونكې هڅې د قومي خواهشاتو د تكميل پھ پلو مهم قدم دے۔پي ټي وي اليكټرانك مېډيا لپاره مثالي نمونه جوړول غواړو٬د پي ټي وي چيئرمېن عطاﺀالحق قاسمي د وزيراعظم سلاكار سره ملاقات

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د وزيراعظم د قومي٬تاريخ او ادبي ورثې سلاكار عرفان صديقي وئېلي دي چې د علم او ادب د ودې د لارې قومي مزاج او مثبتې رويې جوړول د وخت مهم ضرورت دے٬د قوم د تهذيب او رواياتو په وده كښې د پي ټي وي كردار بنيادي اهميت لري۔د ټولنې او قوم رښتينې پرمختګ لپاره به د علم او ادب پوهانو ته يو موټې كېدو سره هڅې كول وي۔

ده دا خبرې د پي ټي وي چيئرمېن عطاﺀالحق قاسمي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د ګل په ورځ د قامي تاريخ او ادبي ورثې په ډويژن كښې ده سره ملاقات وكړو۔عرفان صديقي ووئيل چې د سركاري ژبې په توګه د اردو نفاذ لپاره هڅې روانې دي۔اهل علم٬ژبې او ادب سره تعلق لرونكي دې زمونږ مرسته وكړي چې دغسې قومي هيله پوره كړې شي۔ده ووئيل چې د قوم د تهذيب او رواياتو په وده كښې پاكستان ټېلي ويژن مهم كردار ترسره كړې۔

په اوسنو حالاتو كښې بايد پي ټي وي قومي رغونې او پرمختګ نظرياتي تشخص سياسي استحكام او د جمهوري اقدارو ودې لپاره موثره حكمت عملي خپله كړي۔د پي ټي وي چيئرمېن عطاﺀالحق قاسمي ووئيل چې مېديا پھ دې دور كښې ډېر زيات اهميت لري۔ده د اردو ژبې په اړھ كېدونكې هڅې د قومي خواهشاتو د تكميل په پلو مهم قدم ګرځولو سره ووئيل چې پي ټي وي په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل چې كوم قوم لپاره قومي ژبه د عزت او وقار علامت وي٬مونږ ته به په شريكه جذبه دا قومي مقصد ترلاسه كول وي۔په دې موقع د وزيراعظم سلاكار عرفان صديقي عطاﺀالحق قاسمي ته د كال 2013م د ټاكنو په اړه د خپلو كالمونو كتاب كالم كهاني هم وړاندې كړو۔(م ع/وس/1856)