وزيراعظم محمد نواز شريف افغان اولس مشر اشرف غني ته ټېليفون وكړو وزيراعظم د ترهه ګرۍ د دې ناوړه كاروائۍ او د انسانانو د بې رحمۍ د قتل سخته غندنه وكړه د ترهه ګرۍ د بريد په افسوس ناكه پېښه افغانستان سره اوږه پھ اوږه ولاړ يو٬

پاكستان دترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې افغانستان سره خپله مرسته جاري ساتلو لپاره پوخ عزم لري۔وزيراعظم محمد نواز شريف د افغان اولس مشر لخوا افغان دولت او اولس سره د يو والي په څرګندونه مننه٬ دواړه هېوادونه د ترهه ګرو پرله پسې بريدونو سره مخ دي۔اشرف غني

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د ترهه ګرۍ د بريد په افسوس ناكه پېښه افغانستان سره اوږه پھ اوږه ولاړ يو٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې افغانستان سره خپله مرسته جاري ساتلو لپاره پوخ عزم لري۔وزيراعظم افغان اولس مشر اشرف غني ته ټېليفون وكړو او وې وئېل چې د پاكستان حكومت او او اولس د جولائي پھ 23مه نېټھ په كابل كښې د ترهه ګرۍ د بريد په افسوس ناكه پېښه افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔

د ګل په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ترهه ګرو د دې ناوړه كاروائۍ او د انسانانو د بې رحمۍ د قتل سخته غندنه كولو سره وزيراعظم په دې ناوړه بريد كښې د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره يې دعا وكړه۔ترهه ګر د دواړو هېوادونو شريك دښمن ګرځولو سره وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې افغانستان سره خپله مرسته جاري ساتلو لپاره پوخ عزم لري۔

افغان اولس مشر اشرف غني د سختۍ پھ دې وخت كښې افغان دولت او اولس سره د يو والي په څرګندونه د وزيراعظم محمد نواز شريف مننه وكړه۔افغان اولس مشر ووئيل چې دواړه هېوادونه د ترهه ګرۍ پرله پسې بريدونو سره مخ دي۔ده د ورور هېواد په حېث د افغانستان اولس لپاره د غم او افسوس څرګندونه وستائېله۔افغان اولس مشر باور وركړو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ يو موټې يو۔(م ع/وس/1856)