د پاك بحريه جنګي مشق شمشېر بحر VI پېل شود پاكستان او چين اقتصادي لارې او د ګوادر بندر د جوړېدو نه پس به د پاكستان د بحريه ذمه وارۍ په څو چنده زياتې شي۔

د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال راشد محمود

د پاك بحريه جنګي مشق شمشېر بحر VI پېل شود پاكستان او چين اقتصادي لارې او د ګوادر بندر د جوړېدو نه پس به د پاكستان د بحريه ذمه وارۍ په څو چنده زياتې شي۔
د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال راشد محمود

كراچۍ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د پاك بحريه جنګي مشق شمشېر بحر VI په كراچۍ كښې پېل شوې۔د ګل په ورځ د پاك بحريه لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال راشد محمود د دستورې خاص مېلما وو۔په دې موقع چيف آف نيول سټاف اېډمرل ذكاﺀ الله هم موجود وو۔ډپټي چيف آف دي نيول سټاف وائس اېډمرل ظفرمحمود عباسي د مشق پھ مقاصدو رڼا واچوله او د مشق جائزه يې وړاندې كړه۔

ده په خاص توګه په خطرو كښې د سمندري حدودو پھ تحفظ كښې د پاك بحريه په كردار رڼا واچوله او وې وئېل چې شمشېر بحر VI د دريو واړو ځواكونو شريك مشق دے چې پكښې د اړوند وزارتونو نمائندګي هم كېږي۔دا مشق هر دوه كاله پس كېږي۔په دې موقع خاص مېلما پھ خپله وېنا كښې د عسكري منصوبه سازۍ په عمل كښې د مشقونو اهميت په ډاګه كړو او په اوسني دور كښې يې پھ نړۍ كښې د پیچلتيا خطرو او د شكوكو ذكر وكړو۔

خاص مېلما د فورس كمانډر لخوا د وړاندې كړې شوې تجزيزې ستائنه وكړه۔ده ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لارې او د ګوادر بندر د جوړېدو نه پس به د پاكستان د بحريه ذمه وارۍ په څو چنده زياتې شي۔ده هيله څرګنده كړه چې د مشق پھ مهال به په دې اړخ هم غور وكړی شي۔په دستوره كښې د وسله والو ځواكونو سينئر افسرانو او د بېروكرېټس پشمول د وفاقي وزارتونو استازو هم ګډون وكړو۔(م ع/وس/1856)