د برېښنا د پیداوار نوې پروژو ترسره كېدو سره به معيشت استحكام ترلاسه كړي۔ګورنراقبال ظفرجهګړا

د برېښنا د پیداوار نوې پروژو ترسره كېدو سره به معيشت استحكام ترلاسه كړي۔ګورنراقبال ظفرجهګړا

پیښور(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا وئېلي دي چې د برېښنا د پیداوار نوې پروژو ترسره كېدو سره به معيشت استحكام ترلاسه كړي او د برېښنا پیداوار به هم زيات شي۔د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې به د منطقې تقدير بدل شي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د ټاؤن فور ناظم هارون صفت خان په مشرۍ كښې 20 كسيزه پلاوي سره د پېښور پھ ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔

د پلاوي ګډون كونكو ګورنر د سيمې د اولس د ستونزو نه خبر كړو او د دې حل لپاره يې تجويزونه وړاندې كړل۔ګورنر د دوي ستونزې پھ غور واورېدې او د حل كولو باور يې وركړو۔پلاوي سره په خبرو كښې ګورنر ووئيل چې د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معيشت ښه شوې۔ده ووئيل چې د حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ په لار روان شوې۔(م ع/وس/1856)