سيد خورشيد شاه د ناروے نوبل كمېټۍ ته نامتو سماجي شخصيت اروښاد عبدالستارايدهي ته نوبل انعام وركولو لپاره خط ولېږلو

سيد خورشيد شاه د ناروے نوبل كمېټۍ ته نامتو سماجي شخصيت اروښاد عبدالستارايدهي ته نوبل انعام وركولو لپاره خط ولېږلو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د ناروے نوبل كمېټۍ ته نامتو سماجي شخصيت اروښاد عبدالستار ايدهي ته نوبل انعام وركولو لپاره خط ولېږلو په كوم كښې چې غوښتنه شوې چې د عبدالستار عيدي ژوند او خدمات دې پھ نظر ګښې ساتلو سره نوبل انعام وركړی شي۔د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه د كمېټۍ په نوم په خط كښې وئېلي دي چې عبدالستار ايدهي نامتو سماجي شخصيت او عظيم انسان وو كوم چې د ايدهي فاؤنډېشن پشان فلاحي اداره جوړه كړه او خپل ټول عمر يې پھ دې كښې تېر كړو۔

ايدهي فاؤنډېشن د فلاحي چارو يو شمېر مركزونه او ادارې جوړ كړې دي او خدمات يې تر امريكا برتانيه٬كاناډا٬جاپان٬افريقا٬سوئېلي آسيا او د مينځني ختيز تر هېوادونو رسېدلي۔د ده نوم د نړۍ د لويې ايمبولينس سروس په اړه د كال 1997 څخه په ګينز بك آف دي ورلډ رېكارډ كښې شامل دې۔پھ پاكستان كښې د ايدهي فاؤنډېشن 300 مركزونه خدمات ترسره كوي۔ډه غوښتنه وكړه چې اروښاد عبدالستار ايدهي ته دې د ده خذمات په نظر كښې ساتلو سره نوبل انعام وركړې شي۔(م ع/وس/1856)