د سېنېټ چيئرمېن اتم اېن اېف سي اېوارډ تر بحث لاندې راوستلو لپاره د التوا تحريك رد كړو

د سېنېټ چيئرمېن اتم اېن اېف سي اېوارډ تر بحث لاندې راوستلو لپاره د التوا تحريك رد كړو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 20دسمبر2016ء) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني اتم اېن اېف سي اېوارډ او د كوئټه د پوليسو په ټرېننګ سنټر د ترهګرې بريد تر بحث لاندې راوستلو لپاره د سناتور طاهر حسېن مشهدي او د سناتور مولانا حمدالله د التوا تحريكونه رد كړل۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سناتور طاهر حسېن مشهدي د اتم اېن اېف سي اېوارډ په اړه تحريك منظورې لپاره وړاندې كړو۔ چيئرمېن دلائل واورېدل او وې وئيل چې په دې لړ كښې كار پېل شوے ځكه د التوا دا تحريك نه شي منظورېدے۔ د سناتور مولانا حمد الله د التوا په تحريك هم د سېنېټ چيئرمېن رولنګ وركړل او وې وئيل چې په ايوان كښې په كومه معامله په څلور مياشتې كښې دننه په دويم ځل بحث نه شي كېدے۔