سراجیوو (پاکستان نیوز پوائنٹ 20دسمبر2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د نهې په ورځ په درې ورځنۍ سركاري دوره بوسنيا ته ورسېدو۔ د بوسنیا د ټرانسپورټ وزير ازمیر جېسکو او نورو چورواكو د بوسنيا په پايه تخت سراجيوو كښې د وزیراعظم نواز شريف او د ھغه د پلاوي په نړيوال هوائي مېدان تود هركلے وكړو۔ په دې موقع په بوسنیا كښې د پاکستان سفیر لېفټېننټ جنرل (ر) سلیم نواز او د بوسنیا سفیر ندیم مکاروك هم موجود وو۔
وزیراعظم ته په هوائي مېدان ګارډ آف آنر وړاندې كړې شو او په روايتي لباس كښې ماشومانو وزيراعظم ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړه۔ وزیراعظم د 20م دسمبر نه تر 22م دسمبر د بوسنيا د وزيرانو كونسل چيئرمېن (وزیراعظم) ډاکټر ډینس زیودے وچ په بلنه دا دوره كوي۔ د وزيراعظم سره د ھغه كورودانه بېګم کلثوم نواز او د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي هم د بوسنيا په دوره دي۔
د دورې په مهال به وزیراعظم محمد نواز شریف خپل همڅنګ سره يو په يو ملاقات كوي چې پكښې به د شريكې خوښې په دوه اړخيزه٬ په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د دواړو خواٶ به د پلاوو په كچه هم مذاكرات كېږي۔ دواړه هېوادونه به په سياسي ، تجارتي او د اقتصادي اړيكو روابطو، د پارلمانونو ترمېنځه د رابطو ٬ كلتوري او د تعليمي روابطو ودې ته خاص پاملرنه كولو سره د پراخه شريكو اړيكو جاج اخلي۔ وزیراعظم نواز شریف به د بوسنیا صدارتي غړو سره سره د پارلماني اسمبلۍ د قامي او سېنېټ غړو سره هم ملاقاتونه كوي ۔ وزیراعظم به د بوسنیا هرزیګووینا بزنس فورم ته هم وېنا كوي او د فارن ټرېډ چېمبر اېنډ فارن انوېسټمنټ پروموشن اېجسنۍ غړو سره به هم ملاقاتونه كوي۔