سي پېك او دې سره اړوندې پروژې د دوه اړخيزه اولسي اړيكو عكاسي كوي۔ سي پېك د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې په كوټلې معاشي همكارۍ بدلې كړې۔

د وزيراعظم محمد نواز شريف د چين کمیونسټ ګوند مركزي كمېټۍ انټرنېشنل ډیپارټمنټ دوهم وزير سره خبرې

اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوز پوائنٹ 19دسمبر2016ء) وزیراعظم محمدنوازشریف وئيلي دي سي پېك او دې سره اړوندې پروژې د دوه اړخيزه اولسي اړيكو عكاسو كوي۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د دې خيالاتو څرګندونه د چين کمیونسټ ګوند مركزي كمېټۍ انټرنېشنل ډیپارټمنټ دوهم وزير ژېنګ ژياؤسونګ سره خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې اولس مشر سره ملاقات كولو۔

وزيراعظم ووئيل دې منصوبې د ملګرتيا دوه اړخيزه اړيكې په كوټلې معاشي همكارۍ بدلې كړې۔ وزیراعظم د چین دوهم وزير د پاكستان دورې ته هركلې وئيلو سره ووئيل پاكستان او چين نزدې ملګري ٬ ګاوننډيان او شريكوال دي۔ ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځھ په زړه پورې تجارتي صلاحيت سره د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارتي حجم به لا زيات شي۔ ده ووئيل پاكستان د هر ډول ترهه ګرۍ نوغي ويستو له لوظ كړې او د ترهه ګرۍ په ضد د روانو عملياتو غوره نتيجې رامخې ته شوي ۔

ده هيله ولرله چې د ژینګ ژیاؤ سونګ دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ په دې مهال ژېنګ ژیاؤ سونګ ووئيل د پاكستان د وزيراعظم نامه د چين په هر كور كښې اخستي شي۔ ده ووئيل مونږ د سي پېك ترمخه بېلو منصوبو او په خاص توګه پنجاب كښې په منصوبو روان كار څخه مطمئن يو.