سېنېټ د تجارتي بحالې بل 2015م منظورې وركړه

سېنېټ د تجارتي بحالې بل 2015م منظورې وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19دسمبر2016ء) سېنېټ د تجارتي بحالې بل 2015م منظوري وركړې ده ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور سليم اېچ مانډوي والا تحريك وړاندې كړو چې په ياد شوي بل دې د قائمه كمېټې په راپور شوي صورت غور وكړې شي۔ د حكومت لخوا د قانون وزير زاهد حامد د بل مخالفت وكړو۔ سليم اېچ مانډوي والا د بل په حق كښې دلائل وركړل او وې وئيل بايد حكومت د دې ملاتړ وكړي۔ د دې نه پس چيئرمېن په بل د ايوان رائې ترلاسه كړې۔ 30 غړو د بل په حق كښې رائې وركړې او 12 ئې مخالفت وكړو۔ دغسې چيئرمېن د ايوان نه د بل منظوري ترلاسه كړه او ايوان په كثرت سره ياد شوې بل منظور كړو ۔