د سېنېټ چيئرمېن څلور بلونه د سېنېټ اړوندې قائمه كمټې ته ولېږل

د سېنېټ چيئرمېن څلور بلونه د سېنېټ اړوندې قائمه كمټې ته ولېږل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19دسمبر2016ء) د سېنېټ چيئرمېن څلور بلونه د سېنېټ اړوندو قائمه كمېټو ته لېږلې دي ۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سناتور اعظم سواتي تحريك وړاندې كړو چې د انساني اعضا او تشوز پېوند كارې اېكټ 2010م كښې دې د لا بدلون كولو بل 2016م وړاندې كولو اجازه راكړې شي۔ حكومت د بل مخالفت ونه كړو او ده بل په ايوان ته وړاندې كړو۔

چيئرمېن بل اړوندې كمېټې ته ولېږلو۔ دغسې سناتور عتيق شېخ تحريك وړاندې كړو چې د وفاقي حكومت اسلام آباد د شخصي تعليمي ادارې د رجسټرېشن اېنډ رېګولېشن اېكټ 2013م كښې دې بدلون بل وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ وفاقي وزير زاهد حامد مخالفت ونه كړو او چيئرمېن بل اړوندې كمېټې ته ولېږلو۔ په دستوره كښې د لا ترميم كولو په اړه دوه بلونه هم اړوندې كمېټې ته ولېږلې شول۔